ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په جلا جلا خبرپاڼو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزيې کوفي بريد غندلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، ولسمشر غني د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي پر يوې غړي فوزيې کوفي د تېرې ورځې بريد په کلکو ټکو غندلی دی.
له بل لوري د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه بريد په کلکو ټکو غندلی او ژر تر ژره يې د دغه پېښې د عاملانو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.
اخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر فوزيه کوفي بريد په کلکو ټکو غندلی دی. نوموړي ويلي، له شک پرته دا د افغانستان پر سوله بريد او په دې تړاو يې خپله اندېښنه هم څرګنده کړې ده.
د يادولو ده چې له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم يوه غړې فوزيه کوفي له پروان کابل تر پر لاره د کابل ولايت په قرهباغ ولسوالۍ کې په يوه وسلهوال بريد کې ټپي شوې ده.
د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم مشر محمد معصوم ستانکزي تېر ماښام پر خپل ټوېټر ليکلي، د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه کوي ماښام له پروان ولايت کابل ته پر لاره وه چې د کابل ولايت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند سيمه کې پرې بريد وشو او نوموړې پکې سرسري ټپي شوه.
ستانکزي ټينګار کړی دی چې د فوزيې کوفي روغتیايي وضعيت بيخي ښه دی او نوموړې يوازې سرسري ټپي شوې ده.
فوزيه کوفي له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې ده چې ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ دغه پلاوی دوحې ته سفر وکړي او هلته د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره خبرې پيل کړي.
دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي پر يوه غړي وسلهوال بريد کېږي.