دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 216765
کاپیسا کې د افغان پوځ د يوه کنډک قومندان وژل شوی
د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوی.
د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش خامه پرس ته وویل، یاده پېښه پرون ماښام ناوخته د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو او ملي اردو ځواکونو تر منځ نښته روانه وه.
نوموړي وویل، په دغه نښته کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوي او څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
شورش وايي، په دغه نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نلري.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceeqip2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته