دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 216768
د داعش ترهګرې ډلې سره د دولت د تړاو په اړه د ذبیح الله مجاهد عجیب ادعا
د طالبانو ویندوی په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د داعش ترهګره ډله د حکومت په همکارۍ غواړي خوشې شوي طالب بندیانو باندې برید وکړي. د طالبانو ویندوی په یوه بیان کې وویل: “داعش ډلې د کابل د استخباراتو ادارې او د زندان د امنیتې پوستو د یو شمیر عسکرو او قوماندانانو په همکارۍ، اراده لري پر هغو موټرو برید وکړي چې د پل چرخي له زندان څخه پاتې بندیان لیږدوي. مجاهد ویلي چې دا برید د سولې د خبرو ګډوډولو او په بندیانو د غچ اخیستو په هدف دی. د طالب ویاند اندیښنه څرګنده کړې چې د بندیانو لیږد باید په خوندي او امنیت سره ترسره شي. حکومتي چارواکو تر دې دمه د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcfvvd0cw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته