دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 216775
په غزني کې د طالبانو د برید د مخنیوي په پايله کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تیره شپه ، د طالبانو یوې ډلې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په «چاردیوار» سیمه کې د ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو پر ګډو اډو د برید پلان درلود.
د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د دښمن د دغه پلان د پلي کیدو مخه ونیوله.


په پايله کې د ملا شریف او ملا فتح الله اړوند ۹ تنه طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

همدرانګه امنيتي و دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو يو ميل کلاشینکوف او يوه پايه ايکم مخابره لاسته راوړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd590xkyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته