دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 216779
افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۷۵۵۱ ته پورته شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۵تنه په کرونا ویروس اخته شوي او یو تن مړ شوی دی.
روغتیا وزارت د جعمې په ورځ اګست۱۴مه(زمري۲۴مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۰۵ مشکوکو سپملونو معاینات شوي چې ۴۵ یې مثبت ثابت شوي دي.
له یادو پېښو څخه ۳۵ هرات،۱ بلخ، ۱ بادغیس او ۸ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۵۱ تنو ته پورته شوو.
روغتیا وزارت ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې په غزني ولایت کې له کرونا ویروس څخه یو تن مړی شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۷۰ تنو ته ورسېد.
په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه د بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۷۱۶۶ ته ورسېد.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.
د امریکا د جان هپګنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ تر دا مهاله څه باندې ۲۰میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۶۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchq-niw23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته