دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 216780
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ښاغلي پیري مایوډون سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د پایداره او اعتماد وړ حقوقي چارجوب او د حقوقي ظرفیتونو د ارتقاء په برخه کې د همکاریو سربېره، د کانونو له سکتور سره د اروپایي اتحادیې د مرستو په اړه بحث او خبرې وشوې. د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل: موږ د کانونو د سکتور په حقوقي چارچوب کې د اصلاحاتو په راوستلو سره په پروسو کې اسانتیاوې رامنځته کوو، ترڅو په سکتور کې د پانګونې فرصتونه ایجاد شي او شفافیت، سرعت او لازم تحرک تامین شي. د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلي پیري مایوډون د افغانستان د کانونو له سکتور سره د همکاریو د ژمنې ترڅنګ د اصلاحاتو لپاره د وزارت د نویو برنامو هرکلی وکړ.
https://avapress.com/vdcjome8yuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته