کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له سفیر سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1399 ساعت 15:12

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ښاغلي پیري مایوډون سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.


په دغه کتنه کې د پایداره او اعتماد وړ حقوقي چارجوب او د حقوقي ظرفیتونو د ارتقاء په برخه کې د همکاریو سربېره، د کانونو له سکتور سره د اروپایي اتحادیې د مرستو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل:
موږ د کانونو د سکتور په حقوقي چارچوب کې د اصلاحاتو په راوستلو سره په پروسو کې اسانتیاوې رامنځته کوو، ترڅو په سکتور کې د پانګونې فرصتونه ایجاد شي او شفافیت، سرعت او لازم تحرک تامین شي.
د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلي پیري مایوډون د افغانستان د کانونو له سکتور سره د همکاریو د ژمنې ترڅنګ د اصلاحاتو لپاره د وزارت د نویو برنامو هرکلی وکړ.


د مطلب کود: 216781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216781/د-کانونو-او-پټروليم-وزارت-سرپرست-اروپایي-ټولنې-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com