دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 216782
عبدالله: مذاکراتي پلاوی به له پراخ ملاتړ سره د سولې خبرو ته ځي
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان حکومت د سولې له مذاکراتي ټیم سره په لیدنه کې ویلي، د سولې مرکچي پلاوی به له یو قوي ملاتړ سره د خبرو مېز ته ځي. د سپیدار ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي: لویې جرګې د افغانستان له مذاکراتي ټیم څخه ملاتړ کړی او دغه پلاوی به له یو قوي ملاتړ سره د خبرو مېز ته کښېني. د خبرپاڼې په خبره، عبدالله ویلي، د مرکچي پلاوي لومړۍ او اساسي اجنډا به په افغانستان کې سراسري اوربند وي او د افغانستان د څو لسیزو لاسته راوړنو به دفاع کوي. دغه راز د افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټیم د بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی ښودلی او د مذاکراتو له جریانه یې د خبر رسونې ډاډ هم ورکړی. ټاکل شوې چې د افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټيم به په نیږدې څو ورځو کې له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره قطر ته لاړ شي.
https://avapress.com/vdcbw0b55rhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته