دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 216786
افغان چارواکي: د هوايي دهلیز له لارې ۲۹ سلنه صادرات زیات شوي
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال د لومړیو ۷ میاشتو پرتله سږ کال د هېواد ۲۹ سلنه صادرات د هوايي دهلیز له لارې زیات شوي.
د دې وزارت د مطبوعاتو برخې مسئول جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې کرونا ویروس د روان کال په لومړیو ۲ میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه راکمه کړې و خو د خصوصي سکټور او د حکومت په هڅو سره دغه اوښتی زیان بېرته جبران شو.
د ښاغلي دبیر په خبره، اوس د افغانستان وچه او تازه میوه د هوايي دهلیزونو له لارې په اساني سره د نورو هېوادنو ته صادرېږي.
نوموړي وايي، روان بهیر د ټولو روغتیايي سپارښتونو سره په پام کې ادامه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcvd0vw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته