کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار پوهنتون د محصلانو د لیلیې پر بام د طالبانو سپین‌رنګی بیرغ

25 اسد 1399 ساعت 16:19

ناپېژنده کسانو بېګاه شپه د طالبانو سپین‌رنګی بیرغ د تخار پوهنتون د محصلانو د لیلیې پر بام را ځړولی دی.

د تخار پوهنتون ریییس خیرالدین خیرخواه په دغه پوهنتون کې د طالبانو د بیرغ را ځړول مني او وايي چې دا کار یوه محصل کړی دی.

هغه ویلي، د طالبانو بیرغ پر رنګه قلم لیکل شوی او دا چې چا د لیلیې پر بام را ځړولی، په اړه یې څېړنې روانې دي.

د تخار اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب ډله د دغه ولایت له محصلانو سره اړیکه لري او په تخار پوهنتون کې خپلې ډلې ته کسان هم جذبوي.

دوی دولت پر بې‌غورۍ تورنوي او وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، تخار به د یادې ډلې لاس ته ورشي.

د تخار محلي چارواکي په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

تخار، د هېواد په شمال‌-‌ختیځ کې پروت ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې د ډېرو مسایلو او کیسو شاهد دی. طالبان او نورې ترهګرې ډلې په یاد ولایت کې پراخ حضور او فعالیت لري.

ناپېژنده وسله‌والو دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په مرکز کې د ابوعثمان تالقاني ښوونځی وسوځاوه.



د مطلب کود: 216802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216802/د-تخار-پوهنتون-محصلانو-لیلیې-پر-بام-طالبانو-سپین-رنګی-بیرغ

آوا
  https://www.avapress.com