دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 216804
په خوست ولایت کې یو تن له دوه کړۍ وسایطو ضد ماینونو سره نیول شوی
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار ددې ولایت د اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ملکي هوایي میدان ترڅنګ پولیسو یو تن له دوه کړۍ وسایطو ضد ماینونو سره یو ځای نیولی دی. د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل چې نوموړي کس غوښتل چې یاد ماینونه د موټر سایکل په واسطه خوست ښار ته انتقال کړي، خو پولیسو پېژندلی او نیولی یې دی. تراوسه ددې پېښې په هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgz39xtak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته