دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 216805
په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دوه تنه غړي ونیول شول
ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې د ښاري شبکې دوه غړي ملي امنیت نیولي دي. د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه د بهسودو ولسوالۍ په یوولسمې ویالې سیمه کې شپنې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال د داعش ډلې د ښاري شبکې دوه غړي په نامه د قاري صابر او عبدالعزیر نیولي دي. سرچینې زیاته کړې چې نیول شویو کسانو په هوایي ډګر په برید کې هم مهم رول درلود. داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdchv-nim23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته