کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر: طالبان د سولې لپاره باید خپله ژمنه په ډاګه کړي

25 اسد 1399 ساعت 18:38




افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په کوربتوب په یوه وېډیويي کنفرانس کې وویل چې طالبان د سولې لپاره باید خپله ژمنه په ډاګه کړي او د افغانستان خلکو په یوه غږ د حکومت د سولې له پروګرامه ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او یوه سوله ییزه لار ومني.
ولسمشر غني په دغې یوې ویډیويي غونډه کې د اوربند ټينګښت، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي اډانې جوړول، له نشه يي توکو سره مبارزه او د ترهګرۍ له منځه وړل، له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي لومړیتوبنونه بولي؛ خو وایي چې واک ته د رسېدو لپاره به د طالبانو هڅه خلکو ته د منلو نه وي .
 
ولسمشر اشرف غني وویل:«د فبروي له نهه ویشتمې یعنې له طالبانو سره د امریکا له هوکړه لیک وروسته، بنسټيزه موضوع د شخړې دوام دی.  ۱۲ زرو ۲۷۹ تنو پوځيانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
و د تاوتریخوالو کچه خورا لوړه وه. آزموینه دا ده چې وکړای شو ژر تر ژره یوه پراخ اوربند ته ورسېږو او واتوانېږو د یوه داسې سیاسي چوکاټ په تړاو خبرې وکړو چې طالبان د افغانستان ټولنې او سیاست ته راولو.»
اخوا ولسمشر وایي چې د افغانستان د راتلونکې حکومت د جوړښت په تړاو به هره پرېکړه د افغانستان خلک کوي او هغه څه به چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکراتو تر لاسه کېږي وروستي نه وي.
  
ښاغلي غني زیاته کړه:«موږ له بنسټونو او د افغانستان د متحدو هېوادونو له استخبارتو سره همغږي کړې ده او هغوی په خپله داسې غوښتنه کړې ده چې د خبرو د احتمالي ماتې په صورت کې به د هغو منفي پایلې مدیریت کوي.»
ولسمشر غني په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو رول ته په نغوتې سره وایي ایران منلې ده چې له طالبانو سره اړیکه لري؛ خو په دې وروستیو کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نظام پر دوام او یوه ډموکراټيک افغانستان ټينګار کړی دی.


د مطلب کود: 216813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216813/ولسمشر-طالبان-د-سولې-لپاره-باید-خپله-ژمنه-په-ډاګه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com