دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 216814
د قرنتین پر مهال ۴۴ زره مسافر له ولایتونو او ۷۵ زره افغانان د سیمې له هېوادونو څخه لېږدول شوي دي
د کرونا ویروس خپرېدو له امله د لګېدلي قرنتین په جریان کې د محدودیتونو له شتون سره سره، شاوخوا ۲۲۲ کورنۍ الوتنې تر سره شوي او څه باندې ۴۴ زره مسافر له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي دي. د ملکي هوایي چلند ادارې لوی رییس، قاسم وفایي زاده، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: د لګول شوي قرنتین پر مهال، د ۴۱۲ بهرنیو الوتنو په ترڅ کې څه باندې ۷۵ زره افغانان د سیمې له هېوادونو څخه، افغانستان ته لېږدول شوي دي. د وفایي زاده په خبره، د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د هوایي دهلېزونو له لارې، د افغانستان ۳۲۵۱ ټنه صادراتي مالونه، د عربستان، ترکیې، هند هېوادونو او د ترکیې له لارې څخه، اروپایي هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه ټینګار وکړ، چې د کرونا ویروس خپرېدو، د دغې ادارې پر عوایدو په مستقیم ډول اغېز کړی او د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړۍ نمایي عواید، د تېر کال د ورته وخت پرتله، څلور میلیونه ډالر کسر لري. د ملکي هوایي چلند ادارې د محاسبې پر بنسټ، کام ایر او آریانا هوایي شرکتونو، په ټولیز ډول د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې نېږدې درې میلیون ډالره زیان کړی دی. دغه راز د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې په ټولیز ډول ۶۶۸۶ ګرامه سره زر، ۳۰۳۵۵۵ امریکایي ډالر، ۲۶۸۳۰ ګرامه نشه یي توکي ۸۱۷ سپکې وسلې او ۷۵۱۰۴ ممنوعه اجناس، د افغانستان په څلور نړیوالو هوایي ډګرونو کې له کورنیو او بهرنیو پروازونو څخه کشف او ضبط شوي دي. د ملکي هوایي چلند ادارې لوی رییس، د هوایي شرکتونو د پورونو په اړه وویل، یاد شرکتونه څه باندې ۳۰ میلیون ډالره، د ملکي هوایي چلند ادارې پوروړي دي چې تر اوسه یې خپل پورونه، نه دي ادا کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د عدلي او قضایي بنسټونو د پرېکړې پر بنسټ، یادو شرکتونو ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی دی څو خپل پورونه ادا کړي. د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رییس، جنرال سید عمر صبور په دې خبري کنفرانس کې وویل، چې په دغه هوایي ډګر کې د ملکي هوایي چلند ادارې د ماسټر پلان پلي کېدو لپاره فعالیتونه پیل شوي او د سیتمونو پر عصري کولو کار روان دی. نوموړي وویل چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د عامې روغتیا وزارت، روغتیایي سپارښتنې مراعت کېږي او د یوه فعاله روغتیایي کلینیک ترڅنګ؛ ۲۴ ډاکټران هم په درې شېفټونو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د ښاغلي صبور په خبره، اوسمهال د پولیسو ادارې، ګمرک او هوایي ډګر کې د فعالو هوایي شرکتونو منسوبین؛ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ریاست ناستو کې ګډون کوي او په اوونیزه توګه خپل راپورونه دغه ریاست ته وړاندې کوي.
https://avapress.com/vdchz-nik23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته