په هرات کې د افغانستان د زعفرانکارانو ټولنې مشر بشیراحمد رشیدي د زعفرانو صنعت رکود خبرداری ورکوي او وايي، سږ کال ۱۸ ټنه زعفران تولید شوي، خو تر ۸ ټنه زیات یې له هېواده بهر نه دي صادر شوي.
رشیدي د شاوخوا ۵۰ سلنه تولید شویو زعفرانو د نه صادرېدو لامل د کورونا ناورین، د الوتنو لغوه کېدل او د حکومت نه پام بولي.
د هغه په وینا، د زعفرانو تولیدي شرکتونو او زعفرانکارنو په تېرو درې میاشتو کې تولید شوي زعفران کابل ته هم ونه شوای لېږدولی.
د افغانستان د زعفرانکارانو ټولنې مشر ټینګار کوي، که حکومت د زعفرانو د صادراتو لپاره بهرني بازارونه مشخص نه کړي، دغه صنعت به له رکود سره مخ شي.
په هرات کې د زعفرانو یوشمېر پلورونکي او تولیدوونکي د زعفرانو پېر او پلور لپاره د بازار نه موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که دولت د زعفرانو پلورلو لپاره په بهر کې بازارموندنه ونه کړي، ټول شرکتونه او تولیدوونکي به زیان وویني. دوی ټینګار کوي چې دغه ننګونه به زعفرانکاران ناهیلي کړي.