دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 216882
جوزګان کې د ګاز دويمه څاه استخراج ته چمتو شوه
د جوزجان ولایت په یتیم تاق کې د طبیعي ګاز د دویمې څاه د کیندنې چارې بشپړې شوې دي او استخراج ته چمتو شوې ده.
د کانونو او  پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هارون چخانسوري په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ګاز د څاه دا دویمه کېندنه ده چې څه باندې ۴۰ کاله وروسته په هیواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.
 چخانسوري وویل، د دغې څاه ژوروالی ۱۶۰۰ متره دی، چې د استخراج شوي ګاز څخه به یې د بیات پاور او غضنفر ګروپ د برېښنا د انرژۍ د تولیدي دستګاوو، د مزارشریف د کود او برېښنا د فابریکو او نورو مصرف کونکو اړتیاوې پوره شي.
 د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې دوو څاه ګانو د طبیعي ګاز له استخراج سره به په ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا ۳۰۰ زره متر مکعب ته لوړ شي.
 د دوی په خبره، په دې سره به د دولت په کلنیو عوایدو کې شاوخوا اته میلیونه ډالر زیاتوالی راشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4eqii2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته