د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال دغه هوکړه تېره ورځ د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي نریندرا سنګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکړه.
د افغانستان د مالیي وزارت او د اسیا پراختیایې بانک د افغانستان لپاره د دې بانک په درې کلن عملیاتي پلان هوکړه وکړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1399 ساعت 15:39
د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال دغه هوکړه تېره ورځ د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي نریندرا سنګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکړه.
نوموړي وویل، دغه هوکړه دواړو لوریو د اسیا پراختیایې بانک په درې کلن عملیاتي پلان، د افغانستان لپاره د دې پلان په ارزښت، په دې پلان کې د طبیعي سرچینو، ټرانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په برخو کې د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په شاملو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې تر خبرو وروسته لاسلیک کړه.
د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس د اسیا پراختیایې بانک درې کلن عملیاتي پلان د ۲۰۲۱–۲۰۲۳ کلونو لپاره دی چې د دې بانک او اسیا زیربنایي وجهي صندوق له لوري تمویلېږي.
د مطلب کود: 216883