کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزګان کې د ګاز دويمه څاه استخراج ته چمتو شوه

26 اسد 1399 ساعت 16:10

د جوزجان ولایت په یتیم تاق کې د طبیعي ګاز د دویمې څاه د کیندنې چارې بشپړې شوې دي او استخراج ته چمتو شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هارون چخانسوري په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ګاز د څاه دا دویمه کېندنه ده چې څه باندې ۴۰ کاله وروسته په هیواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.

چخانسوري وویل، د دغې څاه ژوروالی ۱۶۰۰ متره دی، چې د استخراج شوي ګاز څخه به یې د بیات پاور او غضنفر ګروپ د برېښنا د انرژۍ د تولیدي دستګاوو، د مزارشریف د کود او برېښنا د فابریکو او نورو مصرف کونکو اړتیاوې پوره شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې دوو څاه ګانو د طبیعي ګاز له استخراج سره به په ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا ۳۰۰ زره متر مکعب ته لوړ شي.

د دوی په خبره، په دې سره به د دولت په کلنیو عوایدو کې شاوخوا اته میلیونه ډالر زیاتوالی راشي.



د مطلب کود: 216889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216889/جوزګان-کې-د-ګاز-دويمه-څاه-استخراج-ته-چمتو-شوه

آوا
  https://www.avapress.com