دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 216929
د حج لپاره د نوم‌لیکنې پروسه انلاين کېږي
د حج او اوقافو وزارت وایي، ډېر ژر به د حج‌ لپاره د نوم‌لیکنې پروسه انلاین شي.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، د حج لپاره د نوم‌لیکنې پروسه کې د فساد د مخنیوي لپاره غواړي نوملیکنه په انلاین بڼه ترسره شي.
نوموړی وايي، دغه پروسه به د حاجیانو په لګښتونو کې د کمولو او اداري فساد په مخنیوي کې ګټوره تمامه شي.
حلیمي وايی، په دې تړاو یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړې چې چې تر دې دمه عملي شوې نه ده، خو ډېر ژر به عملي شي.
د یادونې ده چې له افغانستان هر کال ۳۰ زره کسان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره عربستان هیواد ته ځي.
https://avapress.com/vdcewp8wojh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته