دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 216944
پوتین ولسمشرغني ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو پیغام له لارې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې مبارکې ورکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف سره کتلي.
خبرپاڼه لیکي، په دې کتنه کې د روسیې سفیر ولسمشرغني ته د افغانستان د خپلواکۍ د۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د ولادیمیر پوتین د مبارکۍ پیغام وړاندې کړ.
 د خبرپاڼې په حواله، د روسیې ولسمشر په دغه پیغام کې د دواړو هیوادونو پر دوستانه اړیکو د خوښۍ څرګندولو پر مهال ویلي:
 «ډاډه یم چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو لوریو رغنده همکاري د پام وړ پراختیا مومي.»
خبرپاڼه لیکي، ولادیمير پوتین په دغه پیغام کې لیکلي، تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مشارکت تعامل، د دواړو هیوادونو د خلکو بنیادي ګټې تامینوي او د سیمه‌ییزامنیت او ثبات د پیاوړتیا لامل ګرځي.
په خبرپانې کې راغلي، ولسمشر غني د روسیې ولسمشر له پیغام مننه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان او روسیې د سل کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو، د هغو د نمانځنې او همداراز د اقتصادي اړیکو د پراختیا په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چې د روسیې له معیارونو به پکې استفاده وشي یادونه وکړه.
د یادولو ده چې سبا د زمري میاشتې ۲۸مه نېته ده چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې سره سمون خوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b5arhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته