په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کمې شوي او ښايي په راتلونکو کلونو کې پلازمېنه د اوبو کموالي له ناورین سره مخ شي.
په کابل ښار کې د څښاک اوبو او د اوبو د سرچینو کموالی لامل شوی چې خلک په خپل سر او له جواز پرته ژورې څاګانې ووهي او تر ځمکې لاندې اوبه راوباسي.
د چاپېریال ساتنې برخې د کارپوهانو په باور، په کابل ښار کې په بېغورۍ سره د تر ځمکې لاندې اوبو کارول، د وګړیو د شمېر زیاتوالی، د اوبو ډېر لګول، د ژورو څاګانو کیندل او د لامبلو حوضونه لامل شوي چې پلازمېنه د اوبو له کموالي سره مخ شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس محمدکاظم همایون وايي، که په کابل کې د ژورو څاګانو کیندل مدیریت نه شي، د اوبو کموالی به د خلکو پر ژوند او چاپېریال ناوړه اغېزې وکړي چې په کمه موده کې یې جبرانول ناشوني دي.
کابل ښاریان د تر ځمکې لاندې اوبو پر کموالي د نیوکې تر څنګ وايي، د حکومت او خلکو د بېغورۍ له کبله په وروستیو کلونو کې تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي.
شمس د کابل په کارته سخي سیمه کې اوسېږي. هغه سلاموطندار ته ویلي چې د اوبو رسونې شرکتونو د دوی کورونو ته نږدې تر ۲۰۰ مترو څاګانې کیندلي چې په سیمه کې د اوبو د کموالي لامل شوې دي.
د کابل لوېدیځه برخه هم د اوبو له کموالي سره مخ ده. د برچي یو اوسېدونکی وايي چې په دې سیمه کې تر پنځوس مترو پورې لاندې اوبه نشته. هغه هم په خپل سر د څاګانو ډېر کیندل د اوبو د کموالي لامل بولي.
د پلازمېنې اوسېدونکي ښاریانو ته د څښاک اوبو رسولو په برخه کې د حکومت پر کار نیوکې کوي او وايي، که د خپلسرو او ناقانوني څاګانو د کیندلو مخه ونه نیول شي، په نږدې راتلونکي کې به کابل د څښاک اوبو له سخت کموالي سره مخ شي.