کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني طالبانو؛ جماعت الاحرار او حزب الاحرار ډلو بېرته د تحریک طالبان پاکستان سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ

28 اسد 1399 ساعت 8:28

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني له لورې شمشاد ته په یو استول شوي پېغام کې لیکلي چې د پاکستاني طالبانو دوه لویې ډلې جماعت الاحرار او حزب الاحرار بېرته د تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای شوي
د ده په وینا تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او حزب الاحرار به له دې وروسته په یوه نظم یعنې په ” ټي ټي پي” کې خپلې سرګرمیانې پر مخ وړي.

په پیغام کې د طالبانو ویاند محمد خراساني د مبارکۍ سره سره دا هم ویلي چې د بیعت اخیستو او بېرته د طالبانو د یو ځای کېدو پر موقع هلته موجوده جنګیالیو هوایي ټکان او د خوشحالیو څرګندونې کړي.

ویاند دا ویلي چې مونږ نورو وسلوالو ډلګیو ته هم د اتفاق او د یو نظم ترچتر لاندې پاتې کېدو بلنه ورکوو، له دې سربېره هغه د پاکستاني پوځ ته هم خبر داری ورکړی چې زمونږ هلې ځلې به په هېواد کې د موجوده نظام تر خاتمې پورې دوام ولري.

یاده دې وي چې د حکیم الله محسود تر وژل کېدو وروسته په “2014م” کې د خپل منځي اختلافاتو پر بنیاد د یوه نوي تنظیم اعلان شوی و چې هغه وخت طالبانو مولوي قاسم خراساني د خپلې جلا شوې ډلې امیر ټاکلی وو که څه هم زیات واک یې د عمر خالد خراساني په لاس کې وو.

په 2017م کې یو وار بیا د طالبانو خپل منځي شخړو زور واخیست او د عمر خالد خراساني تر ټولو نږدې ملګري د حزب الاحرار په نوم د یوې نوې ډلې اعلان وکړ چې د جلا کېدو لامل یې د جماعت الاحرار ډلې ځینې بریدونه او په تګلاره “پالیسۍ” کې یې ځینې خامۍ ښودلې.

له دې وړاندې د لښکر جنګوي په ګډون د حکیم الله محسود او ځینې نورو ډلګیو د تحریک طالبان پاکستان سره د یو ځای کېدو اعلان کړی.

یاده دې وي چې دغه جماعتونه له اختلافاتو وړاندې د پاکستاني پوځ او استخباراتی ادارو لپاره یو درد سر بلل کېده، د قبایلي سیمو په ګډون له پېښوره تر کراچۍ د پوځ مخالفه بریدونو کې بریالي پاتې شوي.

تر اووه کلونو جلا پاتې کېدو وروسته اوس یو وار بیا متحد شوي، که څه هم اوس په راتلونکي کې به د دوی هلې ځلې لکه د تېر په څېر منظمې وي، د وخت په تېریدو سره به دا هرڅه په ډاګه شي



د مطلب کود: 216978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216978/پاکستاني-طالبانو-جماعت-الاحرار-او-حزب-ډلو-بېرته-د-تحریک-طالبان-پاکستان-سره-یو-ځای-کېدو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com