دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 216981
د صنایع د خاوندانو ټولنې نن دوشنبې (د زمري په ۲۷مه) وویل چې له دوه میاشتو راهیسې د څرخي پله صنعتي پارکونو ته د برېښنا وېېش تر ۵۰ سلنې کم شوی دی. د دغې تولنې غړي ګواښ کوي چې د دغه وضعیت دوام به د دغه صنعتي پارک کابو ۲۰ زره کارګران بې کاره کړي. دوی زیاتوي چې له دوو میاشتو راهیسې د څرخلي پله د صنعتي پارکونو برېښنا له څلروېشتو ساعتونو څخه دولسو ساعتونو ته راکمه شوې ده. د صنایع د خاوندانو ټولنې رییس عبدالجبار صافی وايي چې د برېښنا له کموالي سره کارخونې هم کمې شوې دي او کارخونې اړې دي چې خپل کارګران هم کم کړي. ښاغلي صافي په دې اړه زیاته کړه:«دلته ۴۳ زره تنه کارک وي، خو که چېرې دغه وضعیت دوام پيدا کړي، او که موږ ته منظمه برېښنا را کړي موږ ژمنه کوو چې تر راتلوونکي کاله دلته ۱۰۰ زره تنه کار وکړي، خو که چېرې وضعیت همدا ډول دوام پيدا کړي د هغه مسوول به د برېښنا شرکت او د اقتصاد عالي شورا وي.» د دغې ټولنې غړي وايي چې د برېښنا شرکت د مشرتابه له بدلون سره، د دغه شرکت ژمنو هم بدلون وکړ او هغه ژمنې چې د دغه شرکت پخواني مشرتابه له صنعت کارانو سره کړې وې، نه تعقیبېږي. د یوې کارخونې څېښتن نجیب صدیقي وايي:«تاسې چې د کابل برېښنا د نوي رییس، د عملیاتي رییس او یا هم د عمومي رییس په خای راغلي یاست باید د مخکنیو چارواکو په ژمنو عمل وکړئ.» خو د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې دم ګړۍ نه شي کولای چې صنعتي پارکونو ته له دې ډېره برېښنا ورکړي. د کابل د برېښنا رییس وحیدالله پوپلزي وویل:«هغه ژمنه چې کېږي باید د ریښتینولۍ ملاتړ هم ولري. ولې د خلکو سترګو ته خاورې وشیندو. حقیقت همدا دی چې موږ همدومره برېښنا لرو.» د برېښنا شرکت چارواکي همدارنګه زیاتوي چې د برېښنا د لګښت زیاتوالی له یوې خوا او د برېښنا کموالی له بلخوا د دې لامل شوي چې پرچاویانې زیاتې شي. د برېښنا شرکت عملیاتي رییس سلیم سلیمي څرګنده کړه:«په نغلو کې برېښنا د اوبو د کموالي له امله کمه شوې او له تاجیکستان سره هم ستونزه لرو.» د صنایعو د خاوندانو د ټولنې په وینا د ۱۰۶۷ کارخونو له ډلې چې د څرخي پله په صنعتي پارک کې جوړې شوې دي یوازې ۴۸۰ کارخونې فعالیت لري او نورې کارخونې د بېلابېلو ستونزو له هغې ډلې د برېښنا د کموالي له امله په ټپه درېدلې دي.
https://avapress.com/vdcc4eqis2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته