دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 216998
عاطف مشعل د کرکټ بورډ له غړيتوب ګوښه کړل شو
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، عاطف مشعل يې د کرکټ بورډ له غړيتوب ګوښه کړی دی. د افغانستان کرکټ بورډ څځه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي په امر یې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب ختم کړی. په خبرپاڼه کې د فرهان یوسفزي له قوله راغلي: مشعل نور حق نه لري چې د کرکټ بورډ په چارو کې لاسوهنه وکړي او په وینا یې پر ځای به یې ډېر ژر یو بل وړ کس د کرکټ بورډ غړیتوب ته ور وپېژني. عاطف مشعل اوس مهال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي په دې ورستیو کې له سفارته استعفا هم ورکړې وه خو لا معلومه نه ده چې استعفا یې منل شوې ده کنه، هغه تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس و. د یادولو ده چې د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ، احمد جواد پیکار او ضیاالحق امرخېل د کرکټ بورد اوسني غړي دي.
https://avapress.com/vdcaoinua49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته