کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررییس غني د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

28 اسد 1399 ساعت 13:01

د افغانستان جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده. په دغو مراسمو کې د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې رئیس، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغان پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور درلود. سل کاله مخکې، امان الله خان د زمري پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد ازادي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ولمانځي. افغانان وايي، د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو نه یې هدف د شاه امان الله خان غازي د ارمانونو پوره کول دي



د مطلب کود: 217012

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217012/جمهوررییس-غني-د-هیواد-خپلواکۍ-۱۰۱-کالیزې-په-درناوي-څلي-ته-ګلونو-ګېډۍ-کېښوده

آوا
  https://www.avapress.com