د افغانستان د ملي امنیت عمومي رياست وايي، د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات عبدالله اورکزی يې په یو لړ پېچلو عملياتو کې وژلی دی.
د دغه ریاست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله اورکزی د ننګرهار په اچين او نازيان ولسواليو کې د دغه ډلې د جګړې مسوول، د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخباراتو د مشر اسدالله اورکزي مرستيال او دغه راز د ننګرهار پر عمومي محبس د بريد مسوول و.
خبرپاڼې زياته کړې، اورکزی ډېری وخت د ملکي وګړو پر وړاندې د سر غوڅولو او له نجونو سره د جبري نکاح ګانو فتواوې ورکولې.
ملي امنيت دغه راز ټينګار کړی چې عبدالله اورکزي د طالبانو په مرسته د ننګرهار په عمومي محبس بريد کړی، خو وسلهوالو طالبانو تر دې وړاندې دغه ډول تورونه رد کړي دي.