دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 217086
عمران خان: له سعودي سره مو اړیکې نه دې خرابې شوې
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له سعودي عربستان سره یې اړیکې د پخوا په څېر ښې دي او په دې تړاو ټول خپاره شوي راپورونه ناسم دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له یو تلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، له سعودي سره هیڅ کوم اختلاف نه لري او د ورورولۍ ښه اړیکې ورسره لري. عمران خان ویلي: «سعودي د پاکستان یو مهم ملګری دی او تل یې په بد وخت کې زموږ لاس نیوی کړی دی. دا ځل یې هم په خورا بد حالت کې زموږ مرسته وکړه. له ریاض سره د اسلام اباد د اړیکو خرابېدلو په اړه خپاره شوي راپورونه بلکل ناسم دي. له سعودي سره خورا ښه اړیکو لرو.» د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو په تړاو راپورونه هغه وخت خپاره شول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي د کشمیر د مسئلې په تړاو په سعودي سختې نیوکې وکړې او په غبرګون کې یې د عربستان حکومت ویلي و، له دې وروسته له پاکستان سره مالي مرستې نه کوي او د پورونو ورکړه هم ورباندې بندوي.
https://avapress.com/vdcjoae8muqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته