دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 217117
نیومن: که د سولې خبرې ناکامېږي، د افغان حکومت تر څنګ درېږو
په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نیومن په تازه څرګندونو کې ویلي، که بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، امریکا به د طالبانو نه بلکې د افغان حکومت ملاتړ وکړي. نیومن په تازه څرګندونو کې ویلی، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، خو دا په دې معنی نه ده چې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ ستراتیژیک تړون ته دې کوم زیان اوښتی وي.

نوموړي ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې به بیا هم امریکا د افغان حکومت ملاتړ کوي.

نیومن دغه راز ویلي، د امریکا کانګریس، کابینه او ټول حکومت په دې نظر دی چې دوی د امارت د راتګ مخالف دي او فغان حکومت ته د یو ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري.

نیومن دغه څرګندونې وروسته ترهغه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو پر سر ناندرۍ بیا را ولاړې شوې دي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې بیا خنډونه جوړ کړي دي.

 
https://avapress.com/vdcezf8wfjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته