کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لارل مېلر: امریکا د افغانستان اوسني حکومت ته وفاداره نده؛ ممکن نویو څيرو سره معامله وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 اسد 1399 ساعت 12:14

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې، لارل مېلر ویلي امریکا د افغانستان حکومت اوسنیو چارواکو ته وفاداره نده او دا امکان شته چې له نویو څيرو سره معامله او همکاري وکړي.


لارل مېلر چې اوس د کړکیچ نړیوالې ډلې د اسیا برخې مشره ده، دا څرګندونې د بروکینګز امریکايي بنسټ د کارپوهانو هغه بحث کې کړي چې افغانستان لپاره د امریکا پالیسۍ ارزونې لپاره جوړ شوی و.
لارل مېلر د دې خبرې وضاحت لپاره ویلي امریکا افغانستان باندې د شوروي یرغل پرمهال له حقاني شبکې سره کار وکړ، خو وروسته دا اړیکې خرابې شوې او پر دښمنۍ واوښتې.
مېرمن مېلر خبرداری ورکړی چې که چیرې امریکا له یوې سیاسي هوکړې پرته له افغانستانه ووځي، نو دغه هیواد کې به یوه اوږده خونړۍ کورنۍ جګړه پيل شي چې زیات افغانان به ترې زیانمن شي.
د مېلر په باور امریکا په افغانستان کې طالبانو ته ماته نه ده ورکړې او هیڅکله به ماته هم ورنه کړي.
هغې پر امریکا نیوکه کړې ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ نه کړ، چې وکولی شي، په یواځې ځان طالبانو ته ماته ورکړي.
هغې خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره شرایط د اسانیدو پر ځای، د ستونزمن کیدو پر لور روان دي.
مېلر زیاته کړې چې که چیرې د افغانستان د سولې بهیر ناکام شي، نو طالبانو سره به داسې یوه جګړه پيل شي، چې پای به یې د وړاندوینې وړ نه وي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان سولې بهیر یو ځل بیا له بندښت سره مخ شوی دی.
طالبان د بین الافغاني خبرو لپاره د خپلو ۴۰۰ بندیانو پر خوشې کیدو ټینګار کوي.
خو ولسمشر غني وایي که چیرې دغه خطرناک طالب بندیان ازاد کړي، نو کیدای شي چې د نړۍ هیوادونه له ګواښ سره مخ کړي.
د یادولو وړ ده چې د سولې مشورتي جرګې چې ولسمشر غني د همدې بندیانو برخلیک ټاکلو لپاره جوړه کړې وه، د یادو بندیانو خوشې کیدل ومنل.
 


د مطلب کود: 217145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217145/لارل-مېلر-امریکا-د-افغانستان-اوسني-حکومت-ته-وفاداره-نده-ممکن-نویو-څيرو-سره-معامله-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com