هغه په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وایي، تېر کال د یادې حوزې د آمر بسم الله تابان له خوا وګواښل شوه او آن منفک شوه او دوهم ځل بیا د یادې حوزې جنایي آمر له نوموړې څخه نامشروع غوښتنه وکړه او دا یې وګواښله. فاطمه وایي، هر آدرس ته یې چې شکایت کړی چا یې غږ نه دی اورېدلی. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین کلید ته وویل، چې یاده قضیه تر څیړنو لاندې ده او په دې اړه د پلټنو جزییات به له خلکو سره شریک کړي. په دولتي ادارو کې د ښځو ځورونه د ښځو د کار پر وړاندې یو له لویو خنډونو څخه ګڼل کیږي.