د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ډاکټر عبدالباقي امين بريد په کلکو ټکو غندلی او ټینګار يې کړی چې افغانستان د سولې يو ستر فعال له لاسه ورکړ.
نوموړي نن سهار پر خپل ټوېټر ليکلي، ډاکټر عبدالباقي امين د پراخ فکر لرونکی عالم و او د افغانستان سولې ته يې له انکار پرته د پام وړ ژمنتیا لرله.
نوموړي د ښاغلي امين وژنه د هغه چا کار بللی چې غواړي د افغانستان د سولې خبرې وځنډېږي.
نوموړي دغه ترهګريز بريد غندلی او د ښاغلي امين له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې.
نوموړي ويلي، د ډاکټر امين قربانۍ ته په درناوي دې ټول اړخونه تاوتريخوالی کم کړي او ژر تر ژره دې خبرې پيل کړي.
نوموړي ويلي د سولې خبرو د ځنډ لپاره هېڅ موجه دليل نشته.