کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کلیو پراختیا وزارت: د ۲۸۰میلیونه ډالرو په ارښت له بېوزلو سره مرسته کېږي

31 اسد 1399 ساعت 12:49

د کلیو پراختیا وزارت خبر ورکوي چې د ملي دسترخوان له لارې شاوخوا پنځه میلیونه بېوزله کورنیو سره مرستې کوي. ددغه وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي په خبره دا پروګرام به په دوو پړاوونو سره پیل شي، لومړی پړاو یې د ښاري تړون پروګرام له لارې د ۳۴ولایتونو ۱۲۳ولسوالیو پر ۱۲۸۰۰کلیو کې عملي کېږي نوموړی وايي، د لومړي پړاو لپاره ۸۶ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې چې په دې پړاو کې به ۱،۶۷ میلیونو بېوزله کورنیو ته بشري مرستې ورسېږي. کریمي همدارنګه زیاتوي چې د ملي دسترخوان دویم پړاو به په ۲۳۴ هغو ولسوالیو کې پلی کېږي چې د ښاري تړون پروګرام کې شاملې نه دي. دی وایي چې دغه پړاو لپاره ۱۵۸میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې ده چې ۲،۵میلیونه کورنیو ته به بشري مرستې ورسي. دا پروسه داسې مهال پیلیږي چې تر دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې ددې پروګرام بودیجه د خاص میکانیزم د نشتوالي له کبله په اکثریت رایوو سره رد کړې وه. د یادونې وړ ده چې نړیوال بانګ ددې پرګرام لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړي دي چې د افغان حکومت لخوا به په دوو پړاوونو سره پیل شي.



د مطلب کود: 217189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217189/کلیو-پراختیا-وزارت-د-۲۸۰میلیونه-ډالرو-په-ارښت-له-بېوزلو-سره-مرسته-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com