د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکي راشدخان د تر ټولو ځوان لوبغاړي په توګه خپلې ۳۰۰ وېکټې پوره کړې او يو بل ريکارډ يې د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ.
راشدخان يو بل ريکارډ د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1399 ساعت 10:30
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکي راشدخان د تر ټولو ځوان لوبغاړي په توګه خپلې ۳۰۰ وېکټې پوره کړې او يو بل ريکارډ يې د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ.
نوموړي دغه ۳۰۰ وېکټې په ټولو ملي او نړيوالو لوبو او شخصي سوداګريزو ليګونو کې اخيستې دي او د نړۍ په تاريخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په دې عمر کې ۳۰۰ وېکټې پوره کوي.
نوموړی اوس مهال د ويسټ انډيز په غوره ليګ يا کربين ليګ کې په لوبو بوخت دی او په همدې ليګ يې د ۳۰۰مې وېکټې په اخيستو دغه ريکارډ جوړ کړ.
راشدخان د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.
نوموړي تر دې وړاندې هم دغسې ګڼ ريکارډونه د افغانستان په نوم ثبت کړي او د کرکټ نړۍ يو نايابه ستوری بلل کېږي.
د مطلب کود: 217217