د کندهار د والي ویاند بهیراحمدي خامه پرس ته وویل، یاده لاره د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د تېرو اوو میاشتو را په دې خوا د مسافرو، ټرانزیت او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه چې نن سهار بېرته پرانیستل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د یادې لارې د پرانیستل کېدو لپاره له تېرو څو میاشتو راهيسې د افغان حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې تېره ورځ دواړه لورو پر دې هوکړه وکړه چې یاده لار به د تل لپاره د ترانزیت او د عامو وګړو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي.
احمدي دغه راز زیاته کړه، له دې وروسته خلک کولی شي د پخوا په څېر د تذکرې او شناخته کارډ پر لرلو سره په دې لاره تګ راتګ وکړي.
د یادولو ده چې یاده لاره د کرونا وایروس خپرېدو له کبله د تېرو اوو میاشتو را په دې خوا د خلکو او ترانزیت پر مخ تړل شوې وه چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه وشول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)