دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 217224
راشدخان يو بل ريکارډ د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکي راشدخان د تر ټولو ځوان لوبغاړي په توګه خپلې ۳۰۰ وېکټې پوره کړې او يو بل ريکارډ يې د ځان او افغانستان په نوم ثبت کړ. نوموړي دغه ۳۰۰ وېکټې په ټولو ملي او نړيوالو لوبو او شخصي سوداګريزو ليګونو کې اخيستې دي او د نړۍ په تاريخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په دې عمر کې ۳۰۰ وېکټې پوره کوي. نوموړی اوس مهال د ويسټ انډيز په غوره ليګ يا کربين ليګ کې په لوبو بوخت دی او په همدې ليګ يې د ۳۰۰مې وېکټې په اخيستو دغه ريکارډ جوړ کړ. راشدخان د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی. نوموړي تر دې وړاندې هم دغسې ګڼ ريکارډونه د افغانستان په نوم ثبت کړي او د کرکټ نړۍ يو نايابه ستوری بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcdx50xoyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته