دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 217240
نن د سپين بولدک - چمن پر لاره شاوخوا ۸۱۷ موټرو تګ راتګ کړی
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، یوازې نن شاوخوا ۸۱۷ موټرو د سپين بولدک - چمن په لاره تګ راتګ کړی.
د دغه بورډ مشر د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل سوداګریز توکي د دغه بندر دواړو خواوو ته صادراتو او وارداتو ته چمتو وو او یوازې نن د ۱۰۰ میلیونو افغاني په ارزښت خوراکي توکي له پاکستان څخه افغانستان ته وارد شوي دي.
د سپین بولدک – چمن لاره پرون د خلکو او سوداګرو پر مخ په بشپړ ډول پرانیستل شوه.
د یادونې ده چې دا لاره له تېرو اوو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د پاکستان د حکومت له خوا تړل شوې وه چې دواړو خواوو ته یې د خلاصون هدف لاریونونه هم شوي وه.
https://avapress.com/vdcbazb5grhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته