دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 217249
بهرنۍ رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان هافمن له قوله ویلي چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې یې زرګونه سرتیري له افغانستان څخه ایستلي دي. دی زیاتوي چې دفاع وزارت د پوځیانو شمېر کم کړی خو پر وړاندې یې د پوځیانو وړتیا دوه برابره لوړه کړې ده او هر ډول احتمالي ګواښ څخه مخنیوی کولای شي. نوموړي ویلي امریکایي سرتېري له پنځو نظامي اډو وتلي دي او دغه اډې دمګړی افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي. هافمن وایي اوسمهال افغانستان کې ۸۶۰۰امریکایي سرتیري پاتې دي چې دا شمېر به هم راکم شي. د معلوماتو له مخې تر تړون وړاندې شاوخوا ۱۴ زره امریکایي عسکر افغانستان کې موجود و په داسې حال ټرمپ څه موده وړاندې د امریکا جمهور رییس دونالډ ټرمپ ویلي و چې افغانستان کې به د خپل عسکرو شمېر ۴زره ته راښکته کړي. د امریکا دفاع وزارت ویاند همدارنګه زاته کړه چې د ناټو له غړو هېوادونو سره په ګډه د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوي
https://avapress.com/vdcay0nuo49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته