کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صديقي: طالبان خلک له سولې ناهيلي کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1399 ساعت 13:49

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صدیقي تازه په خپل ټوېټر ليکلي چې طالبان د ترور شبکو له لارې هره ورځ نظاميان او خلک په نښه کوي او دغسې څه بايد نړيواله ټولنه وغندي.


نوموړي زياته کړې، پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو وروستي بريدونه د دې ډلې له لوري د جګړې او تاوتريخوالي د دوام ښکارندويي کوي.
نوموړي ليکلي، طالبان خلک سولې ته ناهيلي کوي.
وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو تبصره نه ده کړې.
خو په وروستيو کې په لويو ښارونو کې پر نظاميانو د چسپکي ماينونو چاودنې، بريدونه او ترورونه زيات شوي دي.


د مطلب کود: 217256

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217256/صديقي-طالبان-خلک-له-سولې-ناهيلي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com