دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 217261
صديقي: طالبان خلک له سولې ناهيلي کوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صدیقي تازه په خپل ټوېټر ليکلي چې طالبان د ترور شبکو له لارې هره ورځ نظاميان او خلک په نښه کوي او دغسې څه بايد نړيواله ټولنه وغندي. نوموړي زياته کړې، پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو وروستي بريدونه د دې ډلې له لوري د جګړې او تاوتريخوالي د دوام ښکارندويي کوي. نوموړي ليکلي، طالبان خلک سولې ته ناهيلي کوي. وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو تبصره نه ده کړې. خو په وروستيو کې په لويو ښارونو کې پر نظاميانو د چسپکي ماينونو چاودنې، بريدونه او ترورونه زيات شوي دي.
https://avapress.com/vdcepf8wzjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته