کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي

1 سنبله 1399 ساعت 15:11

افغانستان کې د انګورو د پخېدو موسم په رارسېدو سره د دغه هېواد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په کندهار ولایت کې د دغې میوې حاصلات ډېر شوي دي.


د دغه وزارت په خبرپاڼې کې چې نن شنبه (وږی۱/اګسټ۲۲) خپره شوې راغلي چې د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې پر شل زره او ۵ سوه زره هکټاره ځمکې باندې د انګورو نوي بڼونه جوړ شوي دي.
اعلامیه زایاتوي چې: "له دغو بڼونو نه به سږ کال څه باندې ۲۹۰ زره ټنه انګور راټول او بازار ته وړاندې شي."
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېر کال له دغو بڼونو نه ۲۷۳ مټریک ټنه انګور حاصل ترلاسه شوی و.
انګور په لسګونه ډولونه لري خو په کندهار کې شونډوخاني، سره انګور، حسیني، قلمه، سره لالا او ابجوش تر ټولو خوندور دي.
د افغانستان په جنوبي، غربي، شمالي او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې د انګورو بیلابیل ډولونه ښه وده کولی شي. خو په وروستیو کلونو کې دغه مېوه په مشرقي کې هم په رسمي ډول ازمایل شوې چې پایلو ته یې هیله مندي ډېره ده.


د مطلب کود: 217267

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217267/کندهار-کې-د-انګورو-حاصلات-ډېر-شوي

آوا
  https://www.avapress.com