دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 217268
سکاټ مېلر: طالبان باید د خلکو غوښتنه ومني او تاوتریخوالی کم کړي
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر له طالبانو غوښتي چې د خلکو غوښتنې ته چې هغه د تاوتریخوالي کمول دي، مثبت ځواب ورکړي.
سکاټ میلر د افغانستان شمال ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه سفر پرمهال ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه له افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ ویلي هڅه کوي چې افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره سمه لاره وټاکي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0zb5wrhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته