کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سکاټ مېلر: طالبان باید د خلکو غوښتنه ومني او تاوتریخوالی کم کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1399 ساعت 15:11

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر له طالبانو غوښتي چې د خلکو غوښتنې ته چې هغه د تاوتریخوالي کمول دي، مثبت ځواب ورکړي.


سکاټ میلر د افغانستان شمال ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه سفر پرمهال ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه له افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ ویلي هڅه کوي چې افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره سمه لاره وټاکي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی دی.


د مطلب کود: 217268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217268/سکاټ-مېلر-طالبان-باید-د-خلکو-غوښتنه-ومني-او-تاوتریخوالی-کم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com