کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صديقي: د بدخشان د درواز نجونو ته د کانکور ازموينې زمينه برابرېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1399 ساعت 15:10

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي د خامه‌پرس له هغه راپور وروسته چې د دغه ولايت د درواز ولسوالۍ شاوخوا ۱۸۰ نجونې د ناامنيو له کبله، له کانکور ازموينې پاتې دي ويلي، چې دوی ته رسېده‌ګي کېږي او د مسوولو ادارو له لوري به لازم اقدامات ترسره شي.


صديق صديقي پر خپل ټوېټر ليکلي:
حکومت د نجونو د زده‌کړو لپاره د زمينې برابرولو او اسانتياوو راوستلو ته ژمن دی. د درواز د نجونو غږ چې د طالبانو د ګواښونو له کبله په کانکور ازموينه کې له ګډون پاتې شوې دي رسېده‌ګي کېږي او د مسوولو ادارو له لوري په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کېږي.
پرون د بدخشان ولايت د درواز ولسوالۍ د يو شمېر نجونو هغه وېډيو خپره شوه چې دوی ويلي د امنيتي ستونزو له کبله نه دي توانېدلې په کانکور ازموينه کې ګډون وکړي.
دوی په دې وېډيو کې له ولسمشر غني او حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې د دوی غږ دې واوري او په کانکور ازموينه کې دې د ګډون زمينه ورته برابره کړي.


د مطلب کود: 217269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217269/صديقي-د-بدخشان-درواز-نجونو-ته-کانکور-ازموينې-زمينه-برابرېږي

آوا
  https://www.avapress.com