د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د لمرګل کرکېله دود او حاصلات یې زیات کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو له قوله ويلي، چې د هلمند د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي بزګرانو ته د لمرګل د کرکېلي او حاصل ټولولو په پار فني سلامشورې ورکوي او روزنیزې برمانې ورته په لاره اچوي.
ښاغلی الکو وویل:
دکرنې ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو په مرسته ددې ولایت ځمکوال او بزګرانو ته د روزنیزو برنامو او ننداریزو قطعو په جوړولو سره د لمرګل د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې روزنې او سلا مشورې ورکوو.
لمرګل د تېلي نباتاتو په ډله کې ده، چې تېلي نباتات په بېلابېلو صنعتونو لکه د غوړیو جوړول، طبي درمل، سون توکو، حیواني تغذیي، انساني بېلابېل خواړه، اوبدل، صابون جوړول، پاڼې جوړل، عطرونو، سنګار توکو، قنادي محصولات، کانسرو، د انځور اخیستلو فلمونو، بېلابېلو کریمونو، مصنوعي پوټکي، د مکروب ضد مواد او په لسګونو نورو برخو کې کارول کیږي.