دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 217328
په کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار غوړېدلی دی.
د کندهار د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري نن ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال تر دې دمه د دې ولایت د شاتو مچیو له ۵۷ فارمونو څخه نږدې ۲۸ ټنه شات راټول شوي دي.
ښاغلي نوري وویل چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی او په دې وروستیو کلونو کې په دې برخه کې ګڼې پروژې هم پلې شوې دي.
د نوري په خبره اوس‌مهال په دې ولایت کې د شاتو درې زره او ۹۵۰ کورنۍ تر روزنې لاندې دي چې له یادو کورنیو څخه پنځه ډوله شات په لاس راځي چې مشهور هغه‌یې د ریحانو شات دي.
په کندهار کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ کندهار ته راوړي دي چې دلته‌یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل ترلاسه کړي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د شاتو راټولولو او خرڅلاو لپاره په داسې سیستم هم کار کړی چې له بېلابېلو فارمونو څخه شات راټول او په بازار کې یې هټۍوالو ته په ټیټه بیه او غوره کیفیت سره ورکوي.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې سبب شوې چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciryarvt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته