دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 217375
د هلمند د کلا بست  د پنځو برخو د بیارغونې بهیر پیل شو
د هلمند ولایت د بست کلا د پنځو برخو چې کابو ۳۵۰۰ کاله تاریخي لرغونتوب لري د بیارغونې او ترمیم بهیر یکشبې (د وږي په ۲مه) پیل شو. د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د بست کلا د پنځو برخو د بیارغونې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. دغه چارواکي زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې د بست کلا حلقه يي دېوال د کار بهیر هم پيل شي. په لومړي پړاو کې به د بست کلا د ننوتلو دروازه د «څاه او کمان» اړوند برخې بیاورغول شي. د هلمند والي یاسین خان وايي چې له دې سره هم مهاله، په هلمند کې د څو نورو تاریخي ځایونو کارونه هم پیل شوي دي:«موږ تراوسه پنځه پروژې تر لاس لاندې لرو. ټاکل شوې ده چې د بست کلا دېوال هم جوړ کړو چې د هغه کارونه وروستي شوي دي او ډېر ژر به یې کار پیل شي.» د لښکرګاه ښار د بست سیمې اوسېدونکي د دغو لرغونو برخو د بیارغونې بهیر له پیله هرکلی کوي او له حکومته غواړي چې په دغو برخو پورې اړوندې غصب شوې ځمکې هم بېرته ترلاسه کړي. د لښکرګاه اوسېدونکی ندا محمد وویل:«دا تاریخي اثار، ارزښت لري خو نه مرکزي حکومت او نه هم ځايي حکومت په دې اړه پاملرنه کوي.» ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله ویاړ وايي چې د بست کلا د ځمکو د غصب ډېره مخه نیول شوې ده:«د جګړې په دوران کې شونې ده چې ځينې ځمکې غصب شوې وي، خو د حکومت په بېرته رامنځته کېدو سره، اجازه مو نه ده ورکړې چې ځمکې غصب شي.» د بست تاریخي کلا لښکرګاه ښار ته نږدې او د هلمند سند تر غاړې جوړه شوې ده.
دهلمندولايت دا‌طلاعاتواوکلتورمسوولين وايي: چي نوموړي کلا داسلام دسپيڅلي دين دظهورنه مخکي جوړه شوي ده نوموړي مسوولين وايي   تاريخ پوهانو په دي هکله بيلا بيل نظريات لري ځيني وايي چي نوموړي کلااوځاي دانوشيروان دپاچاهي په  دوره کي جوړه شوي ده خو ډيرپوهان لاوايي چي نوموړي کلااودبُست نورکلاگاني ۳۰۰۰ کاله مخکي دحضرت عيسي (ع)   ترزيږيدولو نه مخکي جوړه شوي ده خويوه خبره چي جوته ده داچي نوموړي کلاډيرلرغون تاريخ لري. کله چي  دکلاسرته وغيږو نوهغه وخت به وپوهيږو چي نوموړي کلاپه ډيرمهارت جوړشوي دي چي دهغه وخت دانسانانو دخښتو دجوړولو اودودانيو دجوړولو مسالي په څومره مهارت جوړشوي دي دکلاپلن ديوالونه چي اوس هم ډيراثار ېې له ورایه ليدل کيږي تر۶ مترو هم لا لوړې دي ددي ښکاروندوي دي چي پرنوموړو ديوالونو باندي آسان گاډي اوسرتيري دکلايوکونج نه بل کونج ته تگ اوراتگ کاوه دکلامخ ته دنړي دعجايبو نه يو ډيرغټ ښيښک اويا کمان دي چي دومره غټ ښيښک اوکمان دنړي په هيڅ تاريخي اثارو کي نه دي ليدل شوي اوس هم داښيښک هسي جگ روغ رمټ ولاړدي اوسيلانيانو ته دهغه وخت چي دوي جوړشوي وو خپل قصي اوداستانونه په پټه خوله وايي . دلرغوني افغانستان دتاريخونو دپاڼو په لوستلو سره داڅرگنديږي چي بست د افغانستان دهغه وخت يوډيرمشهوراوستراتيژيک ځاي وو ديوي خوا بُست د دو سيندونو په مينځ کي موقعيت درلود، بل داچي دوريښمو مشهورلاريعني داچي ايران ،هندوستان ،چين او ځيني عربي هيوادونو له همدي لاري خپل سوداگريز چاري پرمخ بيولي . هغه وخت بُست کي ډيرلوي سمسورباغونه ډيرلوي تجارتخاني ،کاروانسرايونه اوبازارونه جوړې شوي وو دافغانستان دنورو سيمو نه خلک دکاراوژوند له پاره دي سيمي ته راتلل .خو دجگړوله امله چي دپاچايانو په مينځ کې يوعادي کاراوعادت وو دبُست کلااودهغه دبدبه ديرغلگرو لخوا له خاروسره برابرشو. خو وروسته يوځلي بيا افغان زړه وړاومشهورپاچا سلطان محمودغزنوي اودهغه داولاده په وخت کي بيا بُست خواته پاملرنه ډيره شوه . نوموړي سلطان بًست دخپل يو مهم ښارپه ډول خوښه کړه اودبُست په بيارغولو کي ېې ډيرې هلې ځلې وکړې چې ددې سلطان دبيارغولو اودکلاگانو دجوړولو نړيدلي اثاراو کلاگاني تراوسه هم پرځاي پاتې ده .کله چي هرسيلاني دبُست دکلاگانو اومشهورښيښک ته وگوري نو په واقعيت هم گوته په غاښ پاته کيږي چي په هغه وخت اوزمان کي انسانان څومره مخ ته تللي وه اوڅنگه يي کولاي شول دومره جگ اوپلن ديوالونه جوړکړي؟ اوس مهال دکلانه بهرشاوخواډيرزراعتي ځمکي ترسترگوکيږي اوخلک هلته په خپلو ځمکو کي پاليزونه ،باغونه غنم اونورغلې دانې کري. يو سپين ږيري سړي چي دبُست دکلااوسيدونکي دي حاجي محمد راته وويل : داکلادانوشيروان دپاچاهي په وخت کي جوړه شویده اودهغه وزيربستک نوميدي نو بُستک ددي کلاپه جوړولو کي ډيرکوښښونه وکړه اوداکلااوښاردهغي په نامه ياده شوه  نوموړي زياتوي کله چي افغانستان اوهلمند دنړي دخلکو په ذهنونو کي ياديږي نو هرومروهرچاته اوهرچاچي بُست ليدلي وي او يايي هم اوريدلي وي نو دبُست کلااو دهغه دښيښک عظمت په ياديږي. دهلمند ولايت داطلاعاتو اوفرهنگ مسوولين زياتوي چي دنوموړي رياست اوددي ولايت دولتي چارواکو شپه اوورځ زيارباسي ترڅود دی ولایت تاريخي ځايونو ته چي دافغانستان اوپه تيره بیا دهلمندولايت دتير وختونو اوزمانو يادگارونه دي کوم زيان ونه رسيږي ځکه زموږ ملي هويت ښکاروندوي کوي يو هم ددغه شان تاريخي اثارو له رويه څرگنديږي که څوک غواړي دهلمند اوافغانستان په هکله معلومات ولري نودهغه تيرتاريخ ته مراجعه کوي نو ددي تاريخي کلاگانو دښه ساتلو اوبيارغولو له پاره دهلمند ولايت داطلاعاتو اوفرهنگ اونوردولتي چارواکي دافغانستان دلوړپوړواوذيربطو مسوولينو سره په څوڅو ځلو خبري اتري کړي اوښه نتيجي اوپايلي يي هم درلودلي دي نو دولت هم په ټينگه نظرکي لري چي دهلمندولايت تاريخي اثارو په ساتلو اوبيا 
https://avapress.com/vdca00num49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته