دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 217400
ځانګړو ځواکونو پنجشیر ولایت کې د کرام الدین کریم د نیولو په هدف عملیات کړي دي
د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو له دوی سره له همغږۍ پرته د کرام الدین کریم د نیولو په هدف عملیاتو کړي دي،خو د ځایي خلکو له مقاومت سره مخ شوي او بېرته شاتګ ته اړ شوي دي. کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال مخکېنی رییس و چې پر مالي او اخلاقي فساد تورن دی او تر عدلي تعقیب لاندې دی چې حکومت یې د نیولو هڅې کوي. پر نوموړي د محکمې لخوا د حبس تر څنګ د یو میلیون ډالري جریمې د ورکولو حکم شوی ویل کېږي کریم پنجشېر کې مېشت دی، چې څه موده وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني هم په یوه غونډه کې د پنجشیر له خلکو وغوښتل چې نوموړی له خپل ولایت څخه وباسي.
https://avapress.com/vdcjyae8yuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته