کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مل پاسوال جمعه ګل همت د کابل ولایت نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

3 سنبله 1399 ساعت 11:43

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دوشنبې ورځ وویل چې مل پاسوال جمعه ګل همت د کابل امنیه قومندان ټاکل شوی دی. نوموړی تر دې مخکې د هلمند او کونړ ولایتونو امنیه قومندان او د دفاع د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان په صفت دندې ترسره کړې دي. په داسې حال چې یوه اونۍ وړاندې د بادغیس والي په توګه یاد ولایت ته معرفي شوی و چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو او نوموړي ته یې اجازه ورنکړه چې د دوی د والي په صفت دنده مخ ته یوسي. جمعه ګل همت داسې مهال د کابل د نوي امنیه قوماندان په صفت ټاکل کېږي چې تېره ورځ ددې ولایت پخوانی امنیه قومندان امان الله واحدي د ورستیو امنیتي پېښو پر بنیاد له دندې ګوښه کړل شو.



د مطلب کود: 217411

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217411/مل-پاسوال-جمعه-ګل-همت-د-کابل-ولایت-نوی-امنیه-قومندان-ټاکل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com