کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي سفر

3 سنبله 1399 ساعت 11:45

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ددې ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوه پلاوي سره پاکستان هېواد ته تللی دی. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله توېټر پاڼه ددې خبر پخلی کړی دی او لیکلي یې دي چې ملابرادر به په پاکستان کې د افغان کډواولو پر ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو پر برابرولو حبرې وکړي. شاهین زیاتوي چې د کورونا له کبله د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د سیمې او نړۍ هېوادونه ته سفرونه ځندول شوي و، خو اوس دا لړۍ بیا پیل شوې ده. دشاهین په خبره یاد پلاوی د پاکستان حکومت په بلنه تللی، خو پاکستان په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. افغان حکومت تر اوسه پاکستان ته د طالب پلاوي سفر په اړه تبصره نه ده کړې. د طالبانو دا پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې ددې هېواد لخوا پر یو شمېر طالب مشرانو بندیزونه ولګول شول.



د مطلب کود: 217412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217412/پاکستان-ته-د-ملاعبدالغني-برادر-په-مشرۍ-یوه-طالب-پلاوي-سفر

آوا
  https://www.avapress.com