دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 217478
راین هیرس، د ډهلي کيپټل لوبډلې د بالینګ روزونکی وټاکل شو.
د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ اچونکی راین هیرس، به په راتلونکې دیارلسم پړاو کې د ډهلي کيپټل لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې روزونه ترسره کړي. راین به د مشر روزونکې ریکي پونټینګ، محمد کیف، سمیول بدري، او ویزا دیا، سره په ګډه د ډهلي لپاره روزونه ترسره کړي. راین، ویلي زه ډېر زیات خوشاله یم چې یو ځل بیا د هندوستان تجارتي لیګ ته راستون شوم، د ډهلي لوبډله ښه چټک بالران لري زمونږ هڅه به دا وي چې روان کال کې ښه مخ ته لاړ شو. یاده دې وي چې راین په ۲۰۰۹ م کال کې په آی پي ایل سیالیو کې د ډیکن چارجرز لوبډلې لپاره لوبیدلی و.
https://avapress.com/vdceff8wvjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته